واعظه! د دې قوم د ویښولو نه بیزار شه



 واعظه! د دې قوم د ویښولو نه بیزار شه

زما د قام ذهنونو کې د نورو علامې دي

سپوږمۍ درته سر ټیټې ده ولاړه په اسمان کې

په مخ کې دې اشنا د سپینو ستورو علامې دي

دوي ولې د تیارو خلاف پاڅون ته تیار نه دي 

دې خلکو کې رڼا ورځ د شبکورو علامې دي

د خوار ولس غمخور مو وژل کیږي پکې ربه! 

واکدار کې د غدارو او مختورو علامې دي 

په ولو مې پراته دي د دنیا سپیره غمونه   

تندي کې مې د ستړي ژوند د تورو علامې دي

شایانه! ددې ښار د ملګرتیا ځینې تیریږه

دې ښار کې د قاتل او سړیخورو علامې دي


#شایان

Post a Comment

0 Comments